ترکیې د متحده عربي‌ اماراتو او اسرائیل ترمنځه د شوي‌ توافق په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د ترکیې لخوا د متحده عربي‌ اماراتو په اړه پرله پسې سخت غبرګونونه

1472910
ترکیې د متحده عربي‌ اماراتو او اسرائیل ترمنځه د شوي‌ توافق په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي‌ بیان کې ویل شوي دي ، د امریکا ، اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو لخوا په ګډه د خپرې شوې اعلامیې په اړه  چې د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د اړیکو د عادي‌ کیدو  نه خبر ورکوي‌ د فلسطین د خلکو او حکومت سخت غبرګون او یو پر ځای او پر حق غبرګون دی.

په بیان کې راغلي‌ دي چې په ۲۰۰۲ کال کې د سعودي‌ عربستان په مشرۍ د عرب لیګ لخوا جوړ شوي‌ او د اسلامي‌ همکاریو تشکیلاتو لخوا يي ملاتړ شوي  د عرب سولې پلان د متحده عربي‌ اماراتو لخوا په یو پلوي‌ توګه د لمنځه وړو تشبث تر وروستۍ درجې د اندیښنې وړ اقدام دی.

همداشان دې توافق ته د فلسطین د دعوا نه د ملاتړ په توګه  انعکاس ورکول هیڅډول عقل ته د منلو وړ خبره نده.

په بیان کې راغلي‌ دي " متحده عربي امارات د امریکا لخوا اعلان شوي د منځني‌ ختیځ د سولې د پلان په اړه  چې وار د مخه د مړ زیږیدلي‌ ماشوم په څیر دی او هیڅډول اعتبار نلري د نوو حساب او کتابونو په لټه کې دی او د فلسطین ازاده اراده او دعوا په هیڅ شمیري او سترګې پرې پټوي. متحده عربي‌ اماراتو مشرتابه د فلسطین د خلکو او حکومت د رضا پر خلاف د فلسطین په نامه د اسرائیل سره په  روان کړو‌ مذاکراتو کې  اسرائیل ته د فلسطین لپاره د حیاتي‌ ارزښت نه د برښمند مسایلو په اړه د فلسطین په نامه د هیڅډول امتیاز ورکولو صلاحیت نلري. د متحده عربي‌ اماراتو لخوا د خپل تنګو منافعو په خاطر د فلسطین دعوا ته خیانت او دې مسئلې ته د فلسطین نه د ملاتړ په خاطر انعکاس ورکول دا ریاکار اقدامات به تاریخ او د سیمې وجدان هیڅکله هیر نکړي‌ او هیڅکله به يي ونه بخي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلډ ټرمپ د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځه د سولې د تړون د لاسلیکیدو نه خبر ورکړ. هغه وویل چې د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو هیئتان به په راتلوونکو اونیو کې سره یو ځای او په ګډه به په یو زیات شمیر شمیر برخو کې جلا جلا تړونونه لاسلیک کړي.

ټرمپ وویل چې د متحده عربي‌ اماراتو او اسرائیل ترمنځه په کامله توګه د اړیکو د نورمالیدو په خاطر په تفاهم رسیدلي‌ دي.

ټرمپ‌ د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې ویلي دي چې نن ورځ یو ډیر ستر ګام اوچت شو. زمونږ د مهم دوست اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د سولې تاریخي‌ تړون وشو.

همداشان ټرمپ‌ د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځه د شوي‌ تړون په اړه څرګندونې کړي دي.

امریکا  د اسرائیل او عربي‌ متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د شوي‌ ګډون تړون په اړه ویلي دي‌ چې نن ولسمشر ټرمپ د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو او د متحده عربي‌ اماراتو ابو دوبۍ د شهزاده محمد بن زید النیهان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ویلو ده چې متحده عربي‌ امارات په ۱۹۷۹ کال کې د مصر او په ۱۹۹۴ کال کې د اردن نه وروسته د اسرائیل سره د اړیکو عادي‌ کوونکی دریم هیواد دی.



اړوند خبرونه