په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۲۴۰ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۸۴۴ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۶۱ زره او ۴۴۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۱۸۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۴۰ زره او ۸۰۴ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۰۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۲۳ زره او ۷۵۹ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو د ۵۹۶ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره پنځه میلیونه ۲۶۳ زره ۸۱۶ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.