په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۳۳ زرو نه واوښته

1466617
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۷۴۷ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۱ زره او  ۳۰۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۹۹۵ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۳۳ زره او ۸۵۱ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۱۷ زره او ۴۹۷ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۵۸۰ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  څلور  میلیونه  ۹۲۷ زره ۲۱۷ ته لوړه شوې ده.

روغتیا وزیر ویلي دي چې د تیرو ۳ ورځو راهیسې د هیواد په کچه د مثبتو پیښو شمیره لوړه شوې ده . همداشان د لوی اختر او رخصتۍ په ورځو کې د تدابیرو نه مراعات کولو پایلې به په راتلوونکو ورځو کې راڅرګندې شي.

هغه د موجودو ارقامو په اړه ژوره اندیښنه وښوده.



اړوند خبرونه