په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۳۲ زرو نه لوړه شوه
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۷۲۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۰ زره او ۲۴۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۹۸۷ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۳۲ زره او ۸۵۶ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۷۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۱۶ زره او ۴۹۴ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو د ۵۸۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره څلور میلیونه ۸۸۵ زره ۹۱۶ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر ویلي دي چې د تیرو ۳ ورځو راهیسې د هیواد په کچه د مثبتو پیښو شمیره لوړه شوې ده . همداشان د لوی اختر او رخصتۍ په ورځو کې د تدابیرو نه مراعات کولو پایلې به په راتلوونکو ورځو کې راڅرګندې شي.
هغه د موجودو ارقامو په اړه ژوره اندیښنه وښوده.