په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پيښو شمیره ۲۳۰ زرو ته قابو شوې
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۶۷۴ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۳ زره او ۲۳۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۹۶۷ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۲۹ زره او ۸۹۱ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۸۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۱۳ زره او ۵۳۹ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو د ۵۶۱ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره څلور میلیونه ۷۵۴ زره ۳۳۱ ته لوړه شوې ده.