د ایا صوفیه په تاریخي جومات کې د ۸۶ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د اختر لمونځ اداء شو
د استانبول د فتحې د سمبول د ایا صوفیه کبیر په جامع جومات کې د ۸۶ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د اختر لمونځ اداء شو.
د ویلو ده چې د ایا صوفیه تاریخي جومات کې د ۸۶ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د جولای په ۲۴ مه نیټه د جمعې لمونځ اداء شو.
د ایا صوفیه جومات چې د ۱۹۳۴ کال د نوامبر په ۲۴ مه نیټه د وزیرانو د شورا د پریکړې سره په موزیم اړول شوی وو د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۱۰ مه نیټه د ترکیې د عالي اداري محکمې لخوا د وزیرانو د شورا د ۱۹۳۴ کال د نوامبر د ۲۴ مې نیټې پریکړه لغوه کړه چې له مخې له سره جومات د عبادت پر مخ د پرانیستو مخه خلاصه شوه.
د محکمې د پریکړې نه سمدلاسه وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو تقنیني فرمان په خپرولو سره ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو پریکړه وکړه.
ایا صوفیه تاریخي جومات د جولای په ۲۴ مه نیټه د ولسمشر رجب طیب اردوغان ، کابینې غړیو، پارلمان وکیلانو، مخورو سیاستوالو او سیاسي ګوندونو د مشرانو او په سلګونو زرو تنو هیوادوالو په ګډون د عبادت پر مخ پرانیستل شو ۸۶ کاله وروسته پکې لومړی لمونځ ادا شو.
په ایا صوفیه تاریخي جومات کې د ۸۶ کلونو نه وروسته لومړی اختر لمونځ هم د ترکیې د دیني چارو د رئیس په امامت اداء شو.