په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو شمیره مخ په راټیټیدو ده
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۲۹ زرو ته قابو شوه
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۶۵۹ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۵ زره او ۷۱۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۹۱۸ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۲۸ زره او ۹۲۴ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۹۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۱۲ زره او ۵۵۷ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو د ۵۴۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره څلور میلیونه ۷۱۱ زره ۹۵ ته لوړه شوې ده.