ترکیې خپل موجودې اف ۱۶ الوتکې لا پياوړې کړې

ترکیه غواړي‌ چې د خپلو اف ۱۶ جنګي‌ الوتکو عمر اوږد کړي

1461716
ترکیې خپل موجودې اف ۱۶ الوتکې لا پياوړې کړې

 د ترکیې د جمهوري ریاست د دفاعي صنایع ریاست لخوا د اف ۱۶ جنګي‌ الوتکو د بڼسټیز پرمختګ د پروژې په چوکاټ کې لومړنی ۳۰ اف ۱۶ جنګي‌ الوتکو بڼسټیز پرمختګ چارې سرته ورسولې او نوموړې الوتکې د ترکیې هوايي ځواکونو ته تسلیم کړې.

د ترکیې د جمهوري ریاست د دفاعي‌ صنایع د ریاست د څرګندونو له مخې د اف ۱۶ جنګي‌ الوتکو د بڼسټیز پرمختګ پروژه چې د ترکېې دهوايي‌ او فضايي چارو د شرکت لخوا پرمخ وړل کیږي‌ په چوکاټ کې  اف ۱۶ جنګي‌ الوتکې چې بڼسټیزو پرمختګ ، تعمیر ، تغیر او فرم قوي‌ کولو ته اړتیا درلوده ټول لازم تغیرات پکې راوستل شوي‌ دي.

د نوموړو چارو نه وروسته الوتکې ټسټ او معاینه شوي‌ دي او وروسته د پیلوټانو لخوا يي امتحاني‌ الوتنې په بریالیتوب سره ترسره شوي‌ دي.

پدې ډول د هیواد د اف ۱۶ جنګي‌ الوتکو د پرمختګ او ودې په برخه کې مهم ګام اوچت شو.

همداشان ددې پروژې په چوکاټ کې هدف  د اف ۱۶ جنګي‌ الوتکو عمر د ۸۰۰۰ ساعتونو نه ۱۲۰۰۰ ساعتونو ته   لوړل دي.  د پروژې په چوکاټ کې به ۳۵ الوتکو بڼسټیزو پرمختګ چارې ترسره شي.



اړوند خبرونه