په ایا صوفیه جامع جومات کې د ۸۶ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د جمعې لمونځ ادا شو
اسلامي نړۍ ، ترکیه او په ځانګړې توګه استانبول نن د یوې تاریخي ورځې شاهدي کوي.
اسلامي نړۍ ، ترکیه او په ځانګړې توګه استانبول نن د یوې تاریخي ورځې شاهدي کوي.
د استانبول د ایا صوفیه تاریخي جومات ۸۶ کاله وروسته نن جمعه د جولای ۲۴ مه نیټه د عبادت پرمخ پرانیستل شو.
د ایا صوفیه تاریخي جومات د پرانیستو مراسم نن د غرمې نه مخکې په لسو بجو د قرانکریم د تلاوت او تکبیرونو سره پيل شول.
د ترکیې د دیني چارو ریاست د ایا صوفیه تاریخي جومات لپاره ۸ تنه ملا امامان او خطیبان په دنده وګمارل .
دیني چارو ریاست د پلان سره سم ایا صوفیه د پرانیستو مراسمو پروګرام په لاندې ډول ترسره شول.
لومړی د ترکیې مشهورو قاریانو د قرانکریم لومړی جز تلاوت کړ. وروسته د کهف سورت، د مریم سورت، د یس سورت، د فتحې سورت او په پای کې د وروستۍ جز وروستي سورتونه تلاوت کړل.
د غرمې په ۱۲ بجو ولسمشر اردوغان ایا صوفیه جومات ته راغی.
د قران کریم د تلاوت نه وروسته ولسمشر اردوغان د قرانکریم تلاوت وکړ او ترکیې د دیني چارو رئیس پروفیسور علي ایرباش د ختم دعاء وکړه.
د ویلو ده چې د ایا صوفیه جومات ته د تیرې شپې راهیسې د هیواد دننه او بهر نه په زرګونو تنه راغلي او پدې تاریخي جومات کې په لومړي جمعې لمونځ کې د ګډون په خاطر د جومات بهر ځایونه نیولي دي.
په سیمه کې زمونږ خبریال ویلي دي چې ډیری لمونځ کوونکي د استانبول نه بهر او حتا د ترکېې نه د بهر نه راغلي دي.
همداشان نن به په زرګونو تنه پولیس د ایا صوفیه په تاریخي جومات کې د امنیت د ټینګولو په خاطر په دنده ګمارل شوي دي.
په ایا صوفیه جومات کې د جمعې د لمانځه اذان د څلورو منارو نه د څلورو تنو قاریانو لخوا وویل شو.
په ایا صوفیه جومات کې لومړی د جمعې لمونځ د ترکیې د دیني چارو د رئیس پروفیسور علي ایرباش په امامت ادا کړی شو.
د جومات دننه د کرونا ویروس تدابیر په کلکه توګه نیول شوي دي.
د ایا صوفیه جومات په شاوخوا کې په زرګونو تنه راټول شوي دي.
د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په انقره کې د عالي عسکري شورا د غونډې د پایته رسیدو نه سمدلاسه وروسته استانبول ته لاړ او هلته يي د ایا صوفیه د جومات نه لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان د ایا صوفیه د جومات لوحه پرانیسته او لومړي لمونځ لپاره يي تیاریو نه لیدنه وکړه.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.