په ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ عالي عسکري شورا نن راټولیږي.
د ترکیې عالي عسکري غونډه نن غونډه کوي
د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د عالي عسکري شورا غړیو د غونډې نه مخکې لومړی ترکیې جمهوریت موسس مصطفی کمال اتاترک مزار (انت کبیر) زیارت وکړ.
ولسمشر اردوغان او ورسره مل هیئت د اتاترک مزار ته د ګلانو د ګیډۍ ایښود او درناوي مراسمو نه وروسته په ځانګړي کتاب کې لاسلیک وکړ.
ولسمشر اردوغان د اتاترک د مزار په ځانګړي کتاب کې داسې ولیکل ! د سوریې نه تر لیبیا پورې، د ختیځې مدیترانې نه تر ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې پورې زمونږ وسله وال پوځ ترلاسه کړو سترو بریالیتوبونو سره په اصل کې زمونږ د پوځ استعداد او ظرفیت ښکارندويي کوي.
د ترکیې وسله وال پوځ د ستر دسپلین، قوت او لوړ قابلیت سره د اغزنو سترګو پر وړاندې د هیواد د امنیت او بقاء تضمین دی.
د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان به د عالي عسکري شورا پدې غونډه کې د وسله والو ځواکونو د ترفع او نوو تقرریو په مسئلې بحث او غور کوي.