ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ پرانیستو ته ګړۍ شمیري
د ایا صوفیه تاریخي جومات د جولای په ۲۴ مه نیټه د جمعې په ورځ ۸۶ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره د عبادت پر مخ پرانیستل کیږي.
پداسې حال کې چې په ایا صوفیه تاریخي جومات کې د لومړني لمونځ لپاره تیاری دوام لري ولسمشر اردوغان دوه ورځې مخکې د جومات د تیاریو د چارو نه د لیدنې نه وروسته نن د ټولنیزې مډیا له لارې د ایا صوفیه په اړه یو ویدیويي کلیپ خپور کړ.
پدې کلیپ کې د ویل شوې سندرې شعر او کمپوز چې د هیواد د نامتو کمپوزر یوجل ارزن لخوا جوړ شوی دی د مختلفو هیوادونو د مشهورو هنرمندانو لخوا ویل شوې ده .
دا سندره چې په قیرغیزي، بوسنیايي، البانیايي، اذربایجاني، کوردي، سواحیلي، عربي، بنګالي او ترکي ژبه ویل شوې ده په اسلامي نړۍ کې جلب د توجه کړې ده .
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ایا صوفیه... په ګمبدو دې لګیدونکي بادونه ستا ازادي ده. د عزل نه ته زمونږ يي او مونږ ستا.
د ویلو ده چې په ترکیه کې عالي اداري محکمې د جولای په لسمه نیټه د ایه صوفیه تاریخي جومات په اړه د ۱۹۳۴ میلادي کال د نوامبر د ۲۴ مې نیټې د وزیرانو د شورا هغه پریکړه چې له مخې ایا صوفیه تاریخي جومات په موزیم اړول شوی وو لغوه او باطل اعلان کړ. محکمې ایا صوفیه د جومات په توګه له سره عبادت پر مخ د پرانیستو لار هواره کړه.
د محکمې د پریکړې نه سمدلاسه وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو تقنیني فرمان په لاسلیکولو سره د ایا صوفیه تاریخي جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیست. عالي ادارې محکمې په خپور کړي حکم کې ویلي دي ایا صوفیه جومات د فاتح سلطان احمد خان شخصي ملکیت دی او هغه دا ملکیت د جومات په توګه د ملت خدمت ته وقف کړی دی.
همداشان د ایا صوفیه په قباله کې هم ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ایا صوفیه نه د جومات نه پرته د بلې موخې په خاطر څوک کار اخیستی نشي. د همدې امله د ایا صوفیه نه د جومات نه پرته د بلې موخې لپاره ګټه اخیستل د حقوقي پلوه ناممکنه ده.
د یادولو وړ ده چې د استانبول فاتح سلطان احمد خان د بیزانس سترې امپراتورۍ ته د ماتې ورکولو او استانبول د فتحې کولو نه وروسته سمدلاسه ایا صوفیه په جومات واړوله او لومړنی د جمعې لمونځ يي په ایا صوفیه کې ادا کړ.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.