قالن : ترکیه د لیبیا د ویشل کیدو سره سخت مخالف دی

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن  وویل چې ترکیه په نقشه کې د لیبیا د سیاسي یا جغرافي پلوه د ویشلو سخت مخالف دی.

1459374
قالن : ترکیه د لیبیا د ویشل کیدو سره سخت مخالف دی

-  قالن دا څرګندونې د یو خصوصي  تلویزیون سره په مرکه کې د لیبیا د وروستي‌ وضعیت په اړه  وکړې.

قالن وویل چې ترکیه په خپل سر لیبیا ته تللی ندی او یا يي هلته ځواکونه استولي ندي بلکې ترکیه  د لیبیا د مشروع حکومت په غوښتنه هلته موجودیت لري او د حکومت نه ملاتړ کوي.

هغه وویل چې د لیبیا د مشروع حکومت نه ملاتړ او مرستو ته به دوام ورکړي.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د لیبیا په ختیځ کې د نامشروع ځواکونو مشر کودتاچي‌ حفتر هیواد ته ډیر ستره زیاتونه اړولي‌ دي . پداسې حال کې چې حفتر هیڅډول کوم مشروعیت نلري‌ خو د هیواد د ویشلو او پارچه پارچه کولو هڅه کوي.

هغه وویل هغه هیوادونه چې نن ورځ د حفتر نه ملاتړ کوي ټول پدې ښه پوهیدل چې حفتر د اعتماد وړ کس ندی . د تیرو دوو کلونو راهیسې ټول د اوربند تړونونو او سولې بهیر نه سرغړونه کړې ده .

ترکیه په لیبیا کې د سیاسي‌ بهیر نه ملاتړ کوي. جنګ جګړه نه غواړو. همداشان ترکیه لیبیا د طرابلس او بن غازي‌ ترمنځه د ویشلو سره هم ډیر سخت مخالف دی.

دا هغه خطرناکه فکرونه دي‌ چې هر سړی باید ترینه لرېوالې غوره کړي.

قالن ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په لیبیا کې د ترکیې موجودیت به دایمي‌ وي‌ او که موقتي‌ داسې وویل، لیبیا یو خپلواکه هیواد دی.د نورو هیوادونو سره په سیاسي، پوځي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې هر ډول تړونونه لاسلیکولی شي.

ترکیه تل د لیبیا د ویشلو او پارچه پارچه کولو سره ډیر سخت مخالف دی. دا په اصل کې ددې هیواد لپاره د بربادۍ او فلاکت سناریو ده. ځکه چې په عراق ، سوریه او نورو هیوادونو کې بیلګې ولیدلې دې .ټول باید ددې هیوادونو نه سبق واخلي.



اړوند خبرونه