د ترکیې په ملي شورا کې سیاسي ګوندونو پر اذاربایجان د ارمنستان بریدونه وغندل
ترکیه : ارمنستان په غلطه لار روان دی او د سیمې تل پاتې سوله او استقرار يي د ګواښ سره مخامخ کړی
د ترکیې ملي شورا پر اذربایجان د ارمنستان بریدونه په کلکه توګه وغندل.
د ترکیې په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند، د خلکو جمهوریت ګوند، ملیت پالو غورځنګ ګوند او ښه ګوند د یوې ګډې اعلامیې پ خپرولو سره د ارمنستان لخوا پر اذربایجان بریدونه په کلکه توګه غندلي دي.
د ترکیې د ملي شورا مرستیالې ثریا سعدي بیلګیچ د ارمنستان لخوا پر اذاربایجان د ترسره شوو بریدونو د غندنې په موخه د څلورو سیاسي ګوندونو لخوا په ګډه خپرې شوې اعلامیه ولوسته.
په اعلامیه کې راغلي دي چې " د ترکیې د ملي شورا په توګه د ارمنستان د وسله والو ځواکونو لخوا د جولای د ۱۲ مې نیټې نه راپدیخوا د اذاربایجان د تووز په سیمه بریدونه په کلکه توګه غندو. ارمنستان په غلطه لار روان دی. ارمنستان چې د کلونو کلونو راهیسې د اذاربایجان د بره قره باغ او شاوخوا سیمې تر اشغال لاندې نیولي دي دا وروستي بریدونه ددې هیواد د یرغلګر دریځ یوه نوې نمونه د مثال ده. همداشان ددې هیواد دا یرغلګر دریځ او بریدونه د سویلي قفقاس په سیمه کې د دوامداره سولې او استقرار پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی. "
همداشان په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې " د ارمنستان ددې دریځ پر خلاف چې حق او حقوق د خپو لاندې کوي نړۍوالې ټولنې ته د سخت غبرګون ښودو بلنه ورکوو. همداشان د بره قره باغ د اختلاف د اذاربایجان په نړۍواله کچه د رسمي سرحداتو او مځکنی بشپړتیا په چوکاټ کې د سوله ایزو لارو څخه د حل نه ملاتړ ته دوام ورکوو.
ارمنستان باید د ملګروملتونو د امنیت شورا او اروپا د امنیت او همکاریو د تشکیلاتو پریکړو ته درناوی وکړي او ددې پریکړو په رڼا کې د اذاربایجان د اشغال کړې خاورې نه په شا شي. "
د دوه دولته او یو ملت د مفکورې او د دایمي سولې او استقرار مدافع ترکیه ددېنه وروسته به هم د خپلو ټولو امکاناتو سره د اذاربایجان نه چې له سره د مځکنۍ بشپړتیا د تاسیس په خاطر هلې ځلې کوي تر څنګ دریدو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
همداشان پدې وسیله ورور هیواد اذاربایجان د حکومت او ملت ته د وروستیو بریدونو د شهیدانو له امله د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د بیړنۍ شفاء غوښتنه کوو.
د اعلامیې د لوستلو نه وروسته د ملي شورا وکیلانو د لاسونو په تقولو سره د اذربایجان نه د ملاتړ اعلان وکړ.