په ترکیه کې یوې کشفي الوتکې سقوط وکړ.
په ترکیه کې د یوې کشفي الوتکې د سقوط په نتیجه کې د دوو تنو پیلوټانو په ګډون ۷ تنه امنیتي منسوبین په شهادت رسیدلي دي
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل چې د ترکېې د وان په ولایت کې د یوې کشفي الوتکې د لویدو له امله د دوو تنو پیلوټانو په ګډون ۷ تنه امنیتي منسوبین په شهادت رسیدلي دي.
هغه ویلي دي چې نوموړې الوتکه د ارتوس د غره سره د ۲۲۰۰ متره ارتفاع سره جنګیدو نه وروسته لویدلې ده . پدې پيښه کې د هیواد ۷ تنو اتلو بچو ژوند د لاسه ورکړی او شهیدان شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر د وان ولایت د فرید میلن په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د دوشنبې د ورځې راهیسې د وان او حقاري د ولایتونو د پاسه په کشفي دندې پیل کړي ۲۰۱۵ ماډل کشفي الوتکې د جولای په ۱۵ یعنې د پرون د مازیګر په ۶ بجو او ۳۵ دقیقو يي د کشفي دندې په خاطر د همدې هوايي ډګر یعنې د فرید میلن د هوايي ډګر نه الوتنه کړې وه.
په الوتکه کې دوو پيلوټانو په ګډون ۷ تنو امنیتي منسوبینو شتون درلود. الوتکې په وروستي ځل د شپې په ۱۰ بجو او ۳۲ دقیقو د باش قلعه د سیمې نه د هوايي ډګر سره اړیکه ټینګه کړې وه. د شپې په ۱۰ بجو او ۴۵ دقیقو د الوتکې سره اړیکه پرې شوې وه. همداشان د شپې په ۱۱ بجو او ۱۵ دقیقو مونږ ته خبر راکړ شو . همداشان لږ وروسته یو بل راپور راغلی چې الوتکه په ډیره ټیټه ارتفاع کې د لیدل کیدو نه وروسته تر سترګو پناه شوې ده.
ددې نه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته لاړې او په پلټنو يي پيل وکړ. د شپې په دریو بجو د ژغورنې ډلو د ارتوس د غره په ۲۲۰۰ متره ارتفاع کې د غره سره د الوتکې د جنګیدل تثبیت کړل. پدې پيښه کې د ۲ تنو پیلوټانو په ګډون ۷ تنو امنیتي منسوبینو ژوند د لاسه ورکړی او شهیدان شوي دي.
ددې پيښې شهیدانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغرت او ترکیې ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل