د ترکیې د سکاریا په ولایت کې چاودنه شوې.

د ترکیې د سکاریا په ولایت کې چاودنه شوې.

1452011
د ترکیې د سکاریا په ولایت کې چاودنه شوې.

 

 

د سکاریا ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه  په هوايي فشنګانو بار یوې لارۍ موټر کې رامنځته شوې ده.

چاودنه د سکاریا ولایت د تاش کساغي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سکاریا ولایت ښاروال اکرم یوجا وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې پدې پیښه کې دوه تنه سرتیري شهیدان شوي‌ دي.

د ویلو ده چې څو ورځې مخکې د سکاریا ولایت د خندق په ولسوالۍ کې د هوايي فشنګانو په ولسوالۍ کې د ترکیې د فشنګانو تر ټولو په ستره فابریکه کې چاودنه رامنځته شوه . ویل کیږي‌  د نوموړې فابریکې ناچاودي فشنګان او چاودیدونکي‌ توکي‌ د لمنځه وړو په خاطر د ادا پازار د تاش کیساغي سیمې ته انتقالیدل. همداشان په چاودیدونکو توکو او هوايي فشنګانو بار لارۍ د ناچاودیدونکو توکو او فشنګانو د لمنځه وړو سیمې ته د داخلیدو او موادو د تخلیې پر مهال چاودنه رامنځته شوه.

ویل کیږي د چاودنې غږ د ښار په یو زیات شمیر سیمو کې اوریدل شوی دی.

د سکاریا ولایت ښاروال وویل چې پدې چاودنه کې په ډیرې خواشینۍ سره چې دوه تنه سرتیري شهیدان شوي‌ دي.

همداشان ۸ تنه  ملکي‌ وګړي ټپیان شوي‌ دي.


پيوندونه: #چاودنه , #سکاریا

اړوند خبرونه