مصطفی شنتوپ یو ځل بیا د ترکیې د ملي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو
د ترکېې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ یو ځل بیا د ملي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.
1451233
د ترکیې په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند د تیکیرداغ د ولایت استازی او د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د ملي شورا د مشرتابه د ټاکلو په پرونۍ ټاکنو کې یو ځل بیا د ملي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.
د ملي شورا په عمومي مجلس کې د نوي مشر د ټاکلو په خاطر رای اچونه وشوه چې د عدالت او پراختیا ګوند استازي موجود د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د ۳۲۸ رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د ملي شورا رئیس وټاکل شو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مصطفی شنتوپ ته یو ځل بیا د ملي شورا د رئیس په توګه د ټاکل کیدو له امله د ټیلیفون له لارې مبارکي وویله.