د سربینیتثا عام وژنې ۲۵ مه کلیزه ټي‌ آر ټي‌ ورلډ

" ۲۵ کاله وروسته سربینیتثا " ټي آر ټي ورلډ فورم د سربینیتثا  د نسل وژنې مسئله د غور لاندې نیسي.

1450808
د سربینیتثا عام وژنې ۲۵ مه کلیزه ټي‌ آر ټي‌ ورلډ

 

" ۲۵ کاله وروسته سربینیتثا " ټي آر ټي ورلډ فورم د سربینیتثا  د نسل وژنې مسئله د غور لاندې نیسي.

 

 

ټي آر ټي‌ ورلډ فورم د جوړ کړي‌  ډجیټل بحثونو پروګرام د سربینیتثا د نسل وژنې د ۲۵ کلیزې له امله د ځانګړو میلمنو په ګډون د یوې اونۍ لپاره ځانګړې ناستې جوړوي.

پدې ناستو کې به د څه باندې ۸ زرو تنو ملکي‌ بوسنیایانو د قتل عام سربینیتثا د نسل وژنې ، بشري حقونو، جګړي جنایتونو او  د حفاظت او دفاع په اساساتو او بحث کیږي.

 

د ټي آر ټي ورلډ فورم لخوا د جوړیدونکو دجیتل بحثونو پروګرام لومړنی نن سې شنبه د جولای ۷ مه د ماښام په اتو بجو « ۲۵ کاله وروسته سربینیتثا: نسل وژنې باقي ریدي » تر عنوان لاندې د ټی‌ آر ټي‌ ورلډ فورم د یوتیوب کانال، ټویټر او فیسبوک د پاڼو نه په ژوندۍ بڼه خپریږي. پدې پروګرام کې چې د سربینیتثا د یاد د بڼسټ رئیس ډاکټر وقار اعظمي د ویناوال په توګه ګډون کوي ، د روغې جوړې د مخنیوي‌ لاملونه، د نسل وژنې نه د انکار کوونکو ستراتیژي، د سربستان جمهوریت نه بیلتون  په روغې جوړې څه ډول اغیرې کړي‌ په څیر په مسئلو بحث کیږي.

 

د اونۍ په اوږدو کې جوړیدونکې نورې ناستې :

 

د جولای ۸ مه د چارشنبې ورځ  د ماښام ۸ بجې

"د پخواني‌ یوګوسلاویا د جزا محکمې او جنګي‌ جنایتونو څارنوالي " – ډاکټر نیوین کا ټرومپ ورکیک د امستردام د پوهنتون استاد.

 

د جولای نهمه نیټه د پنجشبنې ورځ د مازیګر ۷ بجې :

"د ملګروملتونو سازمان د سربینیتثا نه د دفاع او حفاظت مسئولیت "- ټوبي کاډمن د عدالت د نړۍوالو خونو رئیس .

 

د جولای په لسمه نیټه د جمعې ورځ د ماښام ۸ بجې :

"سربینیتثا  کې نړۍوال عدالت څه ډول ناکام شو؟ " – سور ګیوفري نایس ، د نړۍوال په یوګوسلاویا  د ترسره شوو جنایتونو  لپاره جوړه شوې د جزا نړۍوالې محکمه کې د محاکمه شوي‌ د یوګوسلاویا د پخواني‌ ولسمشر سلوبودن میلاسوویچ د محاکمې څارنوال.

 

د جولای ۱۱ مه د خالي ورځ د ماښام ۸ بجې :

" د بوسنیا د جګړې او سربینیتثا د نسل وژنې انساني کچه " – کاترین بومبرګر ، د لا درکه شوو کسانو د نړۍوال کمیسیون رئیس

 

ګډون کوونکي‌ د ټي آر ټي‌ ورلډ فورم د ټولنیزې مډیا د حسابونو له لارې کولای شي چې ناستې تعقیب کړي.

 

Youtube:@trtworldforum

Facebook:@trtworldforum

Twitter:@trtworldforum

 

په سربینیتثا کې څه وشو ؟

 

د ۱۹۹۵ میلادي کال د جولای په ۱۱ مه نيټه دهیواد په ختیځ کې په سربینیتثا کې د راتکو میلادیچ تر قوماندې لاندې سربي ځواکونو د اشغالولو نه وروسته د ملګروملتونو په چوکاټ کې هالنډي‌ ځواکونو ته پناه شوي بوسنیایان وروسته سربي ځواکونو ته وسپارل شول.

سربي ځواکونو ښځو او ماشومانو ته د بوسنیايي عسکرو تر کنټرول لاندې سیمو ته د تیریدو اجازه ورکړه. همداشان په ځنګلونو کې لږ تر لږه ۸۳۷۲ تنه ملکي‌ وګړي چې په فابریکو او ډیپوګانو کې ساتل شوي‌ وو په ډیرې بې رحمۍ سره په قتل ورسول شول. وروسته په دسته جمعي‌ قبرونو کې خښ کړې شول.

 

د جګړې نه وروسته د لا درکه شوو کسانو د موندولو په خاطر د پیل شوو څیړونو په چوکاټ کې دسته جمعي قبرونه وموندل شو او دلته د لا درکه شوو کسانو مړي‌ وموندل شول. همداشان دلته موندل کیدونکي‌ مړي‌ هر کال د جولای په ۱۱ مه نيټه پوتوچاري په هدیره کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې‌ خاورو ته سپارل کیږي.



اړوند خبرونه