د جرمني د پارلمان وکیلان هم ترکیې ته په سیاحت د لګول شوي محدویت د لرې کولو غوښتنه کوي
په جرمني کې په اقتدار کې د ائتلافي ګوندونو د بهرنیو سیاستونو ویندویانو، د ترکیې او جرمني ترمنځه د ګرځندوی د سکتور د نورمالیدو په برخه کې د روانو مذاکراتو نه د ملاتړ اعلان وکړ.
د سوسیال ډیموکراټ ګوند په پارلمان کې د بهرني سیاست ویاند نیلز سشمید، د مسیحیانو ډیموکراټ یووالي ګوند او د مسیحیانو د ټولنیز یووالي د ګوند بهرنی سیاست ویاند ژورګن هارد او ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند د مرستیال جودت یلمز په پلازمینه برلین کې په یوې خبري غونډه کې پوښتنې ځواب کړې.
د جرمني د سوسیال ډیموکراټ ګوند د بهرني سیاست ویاند سشمید وویل چې د جرمني لخوا د اروپايي ټولنې د دوره مشري د په غاړه اخیستو پدې دوره کې غواړو چې د ترکیې او جرمني ترمنځه اړیکې وده وکړي. هغه وویل چې د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې پر ترکیې لګول شوو د سیاحت محدودیتونو د لرې کولو تمه لرو. ترکیه د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې د بریالیو هیوادونو نه یو دی.
هغه وویل چې امید لرم چې سږ کال په اوړي کې د رخصتۍ د تیرولو په خاطر ترکیې ته د سفر اجازه پيدا کړو. کیدای شي چې په راتلونکې یوه یا دوه اونیو کې ترکیې ته په سیاحت د لګول شوو بندیزونو د لرې کولو په برخه کې د ځینو پرمختګونو شاهدي وکړو.
هغه وویل چې د خپل سفري بکس يي وار د مخه تیار کړی او غواړي چې هر څه ژر ترکیې ته سفر وکړي.
همداشان د مسیحیانو د یووالي ګوند د بهرني سیاست ویاند او د پارلمان وکیل هارډ بیا وویل چې د ترکیې او جرمني ترمنځه د ګرځندوی په برخه کې روانو مذاکراتو په اړه هیله مند دی.
که چیرې د جرمني او ترکیې ترمنځه د سیاحت په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړی شي دا هم د جرمني او هم د سلګونو زرو تنو په خټه ترک المانیانو لپاره یو ډیر مهم پرمختګ دی. همداشان دا به د جرمني د وګړو لپاره هم یو ډیره ګټور پریکړه وکړي.
همداشان د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال جودت یلمز بیا وویل چې هیله لري چې په اروپايي ټولنه کې د جرمني د مشرۍ په دوره کې د اروپايي ټولنې او جرمني ترمنځه اړیکې وړه وکړي.