په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۷۹ زرو ته لوړه شوه
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۸۲۵ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۲ زره او ۳۲ شکمن سمپلونه ټسټ شوي چې ۱۵۹۲ مثبت يي مثبت ول. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۷۹ زره ۸۳۱ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۴۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۵۲ زره او ۳۶۴ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو نه ۷۲۲ تنه د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۲۹۱ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره دوه میلیونه ۶۷۴ زره ۲۰۳ ته لوړه شوې ده.
د ترکیې د روغتیا وزیر د تولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې پدې وروستیو ورځو کې د هیواد په ځینو معلومو سیمو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره لوړه شوې ده . هغه یو ځل بیا په هیوادوالو د روغتیا د وزارت د توصیو او تدابیرو د مراعات کولو غوښتنه وکړه.