د ترکیې د بینګول ولایت زورورې زلزلې ولړزو.
په بینګول ولایت کې د زلزلې له امله یو تن مړ او۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي
د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ریاست ویلي دي چې نن د مازیګر په ۵ بجو او ۲۴ دقیقو د بینګول ولایت د قارلي اوا په ولسوالۍ کې د ریشتر په کچه د ۵ عشاریه ۷ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوه.
د بینګول ولایت د والي دفتر ویلي دي چې پدې زلزله کې یو تن اربکي سرتیری شهید او ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
ویل کیږي د زلزلې له امله په سیمه کې څو کورونه چپه شوي او ځینو کورنیو زیان لیدلی دی.
د یو زیات شمیر کورونو چتونه نړېدلي دي.د ویلو ده چې زلزله په شاوخوا ولایتونو کې هم رامنځته شوې ده.
د ایرزورم ولایت د چات په ولسوالۍ کې هم د زلزلې له امله یو زیات شمیر ودانیو ته زیان اوښتی دی.
ویل کیږي د سترې زلزلې نه وروسته ۲۶ ټکانونه رامنځته شوي دي. لوی درستیزوالۍ په سیمه کې د احتمالي کومې فاجعې له امله ۲ چورلکې چمتو کړې وې.
د ترکیې سرې میاشتې زلزله ځپلې سیمې ته ۵۵۰ خیمې او د ژوند لومړني ضروریات استولي دي.