په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۱۷۵ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۷۷۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۱ زره او ۱۳ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۱۱۹۵ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۷۵ زره ۲۱۸ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۴۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۴۹ زره او ۱۰۲ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو نه ۶۶۴ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۲۸۲ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره دوه میلیونه ۵۴۱ زره ۹۰۳ ته لوړه شوې ده.
د ترکیې د روغتیا وزیر د تولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د هیوادوالو نه د تدابیرو د مراعات کولو غوښتنه کړې ده.