ترکي ځواکونو په لسګونو تنه کډوال له مرګه وژغورل
د ترکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو د چناق قلعه په ولایت کې په لسګونو تنه کډوال له مرګه وژغورل .
یوې ډلې ناقانونه کډوالو چې د ترکیې د چناق قلعه ولایت د ایوه جک ولسوالۍ نه د یونان د میدیلي ټاپو پر لورې په بادي کښتۍ کې حرکت کړی وو د سمندر په منځ کې د یونان د سواحلو د امنیت د ځواکونو سره مخامخ شول.
یوناني ځواکونو پر ځای ددې چې کډوال وژغوري د هغوې د بادي کښتۍ د سوري کولو او کډوال په سمندر کې د ډوبولو هڅه وکړه.
همداشان یوناني ځواکونو وروسته د کډوالو کښتۍ د ترکیې د اوبو پر لورې وشړله.
کډوالو چې د ډوبیدو د ګواښ سره مخامخ ول سمدلاسه د ترکیې نه د مرستې غوښتنه وکړه.
د ترکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو لومړی د ډرون الوتکې سره د کډوالو موقعیت معلوم کړ او وروسته يي د ژغورنې ډلې سیمې ته واستولې.
د سواحلو د امنیت ځواکونو نوموړي کډوال د باباقلعه په سیمه کې د ډوبیدو نه وژغورل او ټول يي په خپلو کښتیو کې وچې ته راتیر کړل.
کډوال په سیمه کې د سواحلو د امنیت قومندانۍ ته یوړل شول. په کډوالو چې په منځ کې ښخو او ماشومانو هم شتون درلود د خوړو او جامو مرستې وویشل شوې.ترک