په ادلب کې یو تن ترک سرتیری په شهادت ورسید
د سوریې د ادلب په ښار کې د ترکي ځواکونو پر امبولانس برید شوی
1430610
د سوریې د ادلب په ښار کې د ترکي ځواکونو په زریهداره امبولانس د برید په نتیجه کې یو تن سرتیری شهید او ۲ تنه نور ټپیان شول.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې " پرون د جمعې ورځ د جون په پنځمه نیټه د سوریې د ادلب په ښار کې زمونږ د ځواکونو په زریهداره امبولانس موټر د برید په نتیجه کې زمونږ یو تن اتل سرتیری شهید او دوه تنه نور ټپیان شول.
د برید نه وروسته په سیمه کې تثبیت شوي د ترهګرو مرکزونه او پټنځایونه سمدلاسه د بریدونو لاندې نیول شوي او ترهګرو ته ډیر سخت ځواب ورکړ شوی دی."