د ترکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو په لسګونو تنه کډوال له مرګه وژغورل
د ترکیې امنیتي ځواکونو د چناق قلعه په ولایت کې په لسګونو تنه کډوال له مرګه وژغورل
د ترکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو د چناق قلعه ولایت د ایوه جک په ولسوالۍ کې د یوناني ځواکونو لخوا ترکیې پر لورې راشړل شوي ۵۰ تنه کډوال وژغورل.
یوې ډلې کډوالو چې د یونان د میدیلي ټاپو ته د تیریدو په خاطر په یوې کوچنۍ کښتۍ کې د یونان پر لورې حرکت کړی وو د یونان په اوبو کې د یوناني ځواکونو لخوا د تثبیتدو نه وروسته بیرته د ترکیې اوبو ته راوشړل.
د راشړل شوو کډوالو چې د سمندر په منځ کې د ډوبیدو د ګواښ سره مخامخ ول د ترکیې نه د مرستې غوښتنه وکړه.
د ترکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو د کډوالو مرستې ته ودنګل او نوموړي ۵۰ تنه کډوال يي له مرګه وژغورل.
ژغورل شوي کډوال د سواحلو د امنیت په کښتۍ ګانو کې وچې ته راویستل شول.
وروسته کډوال د کوچوک قویو د سیمې د سواحلو د امنیت مرکز ته راوړل شول.
دلته په کډوالو چې ښځې و ماشومانو هم پکې شتون درلود خواړه او جامې وویشل شوې.