ترکیه کې د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې لګول شوو‌ محدویتونو لویې برخې د لرې کولو پریکړه وشوه

د کابینې د غونډې نه وروسته د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې

1425346
ترکیه کې د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې لګول شوو‌ محدویتونو لویې برخې د لرې کولو پریکړه وشوه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په نوي‌ نړۍوال سیستم کې ترکیه د یو ځلیدونکي‌ ستوري په څیر ځلیږي او تر ټولو مخکې ښکاري.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ویدیو کنفرانس له لارې ترسره کړي‌ د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.

هغه وویل چې د نوي‌ ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې په تیرو دوه نیمو میاشتو کې د پنځه نیم میلیون تنو هیوادوالو سره بلاعوض مادي‌ مرستې شوي دي او په راتلوونکي‌ بهیر کې به هم د هیوادوالو سره مرستو ته دوام وکړو .

هغه وویل چې د موریتانیا نه نیولې تر بولیویا پورې د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي‌ خپل وګړي‌ مو یواځې پریښي ندي. د څه باندې ۱۲۰ هیوادونو نه مو څه باندې ۶۵ زره تنه هیوادوال مو هیواد ته راستانه کړي‌ دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د کرونا ویروس ددې نړۍوالې ساري‌ ناروغۍ پدې موده کې د هغه هیوادونو په سر کې قرار نیولی دی چې ددې نړۍوالې ساري‌ ناروغۍ نه تر ټولو کمه اغیزمنده شوې ده . ددې سربیره د نړۍ ۱۳۵ هیوادونو پدې موده کې د ترکیې نه د طبي‌ توکو د مرستې غوښتنه کړې ده چې د سلو هیوادونو غوښتنو ته مو مثبت ځواب ورکړی دی او مرستې مو ورته رسولي‌ دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د کرونا ویروس پر خلاف د روانې مبارزې په چوکاټ کې د نیول شوو تدابیرو او لګول شوو محدویتونو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو بهیر تر کنټرول لاندې نیول شوی دی.

په هیواد کې د ژوند چارې عادي‌ حالت ته د راګرځولو په خاطر ځینې نوې پریکړې او تصامیم نیول شوي‌ دي‌ چې په لاندې ډول دي.

د جون د میاشتې د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره بعضو ولایتونو او ښارونو ته په تګ راتګ لګول شوي‌ بندیزونه لرې کوو او  د همدې نیټې نه په اعتبار سره  ټول دولتي‌ مامورین خپلو دندو ته راستانه شي او په عادي‌ ډول به په دندو پیل وکړي.

همداشان د همدې نیټې نه په اعتبار سره په هیواد کې په  رستورانتونو، کافي‌ خونو، پارکونو، موزیمونو، بڼونو، کتابتونونو، وړکتونونو، د ماشومانو د روزنتونونو ، سپورت سالونونو، حوضونو، کنسرتونو، هوټلونو، ګرځندوی او ټرانسپورت په برخو لګول شوي محدویتونه لرې او ټول به په فعالیت پیل وکړي.

همداشان ولسمشر اردوغان وویل چې د یو څه نورې مودې لپاره په ځانګړې توګه د رخصتیو په ورځو کې ګرځبندیز ګټور بولو.

ولسمشر اردوغان وویل چې تر کومه چې زمونږ اتحاد، اتفاق، یووالی، ورورولي او یو موټي والی ژوندی وي پوره باور لرم چې روښانه راتلوونکی زمونږ په انتظار کې دی.

هغه زیاته کړه چې د سیاسي‌ او اقتصادي‌ پلوه له سره په جوړ شوي‌ نړۍوال بهیر کې ترکیه د یو ځلیدونکي‌ ستوري‌ په څیر به لا ښه وځلیږي او لا ښه سویې ته رارسیدلی دی.



اړوند خبرونه