په ادلب کې یو تن ترک سرتیری په شهادت ورسید
د سوریې د ادلب په ولایت کې د ترکیې یو تن سرتیری په شهادت ورسید.
1424886
دا خبره د ترکیې د ملي دفاع وزارت کړې ده .
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د مې په ۲۷ مه نیټه د سوریې د ادلب په ولایت کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د ګزمې پر ډلې یوه چاودنه شوې چې اوسه پورې نوع معلومه نده. پدې چاودنه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو یو تن قهرمان سرتیری د ټپي کیدو نه وروسته سمدلاسه روغتون ته انتقال کړی شو خو د ډاکټرانو د ټولې مداخلې سره سره په شهادت ورسید.
په بیان کې راغلي دي چې د شهید سرتیري لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، کورنۍ او د ترکیې وسله والو ځواکونو او ترک ملت ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.