په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۱۵۹ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۴۳۱ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۱ زره او۴۳ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۱۰۳۵ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۵۹ زره او ۷۹۷ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۸۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون نه خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۲۲۷۹۳ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو نه ۷۲۳ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۳۳۱ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره یو میلیون ۸۹۴زره او ۶۵۰ ته لوړه شوې ده.
هغه وویل چې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو شمیره هم د پام وړ راټیټه شوې ده .