د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ډیموکراسۍ او ازادیو ټاپو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیست.

په ترکیه کې د نن نه ۶۰ کاله مخکې د مې د ۲۷ مې کودتا نه وروسته د وخت مشروع او منتخب لومړی وزیر او ملګري يي په دار وځوړول شول

1424602
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ډیموکراسۍ او ازادیو ټاپو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیست.
erdoğan.jpg
erdoğan bahçeli 2.jpg
erdoğan bahçeli 1.jpg

 

ترکیه د نن نه پوره ۶۰ کاله مخکې د مې په ۲۷ مه نیټه  په خپل تاریخ کې تر ټولو د سترې خونړۍ او تورې پوځي‌ کودتا سره مخامخ شوه.

د ترکیې د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو د تورو دورو نه د مې د ۲۷ مې د اعدامونو او ناحقو محاکمو کوربه د یاس سي‌ ټاپو چې د ویرجن ټاپو په نامه هم مشهور وو نوم د ډیموکراسۍ او ازادیو په ټاپو بدل کړې شو او دا  د ټاپو د پوره څیرې د بدلولو نه وروسته د مې د ۲۷ مې کودتا په ۶۰ مه کلیزه کې د ولسمشر اردوغان لخوا پرانیستل شو.

د دیموکراسۍ او ازادیو د ټاپو د پرانیستو په مراسمو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره د ملیت پالو غورځنګ ګوند مشر دولت باغچلي، د ترکیې د ملي‌ شورا رئیس مصطفی شنتوپ ، د اساسي‌ قانون د محکمې رئیس زوحتو ارسلان، ملي دفاع وزیر خلوصي‌ اکار او یو زیات شمیر نورو لوړپوړو چارواکیو ګډون کړی وو.

د پرانیستو مراسم د ډیموکراسۍ او ازادیو د ټاپو د کانګرو او غونډو په سالون کې جوړ شوي‌ وو. د ویلو ده چې د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې ټولنیزې مصافه په نظر کې نیول شوې وه.

مراسم د نوموړي ټاپو د بیا رغونې د چارو او پيژندنې د لنډ فلم د نندارې سره پیل شول.

وروسته د هیواد ملي سرود وغږول شو.

پدې مراسمو کې لومړی د ترکیې د سوداګریزو د خونو مرستیال علي‌ کوپوز، وروسته د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی، د ملیت پالو غورځنګ ګوند مشر دولت باغلچي، د ترکېې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ او په پای کې ولسمشر رجب طیب اردوغان وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې پدې ټاپو کې ترسره شوی عمل محاکمه نه بلکې د حقوقو جنایت دی.

ترکیې د نن نه ۶۰ کاله مخکې په خپل تاریخ کې تر ټولو د تورتم ورځو نه د مې د ۲۷ مې  د عسکري‌ کودتا شاهدي‌ کړې ده . د مې د ۲۷ مې پوځي‌ کودتا نه وروسته رامنځته شوې پيښې یواځې زمونږ د ډیموکراسۍ نه بلکې د عدالت په نامه هم یوه توره لکه او شرم نه ډکې پیښې دي.

په اصل کې دلته ترسره شوې معامله محاکمه نه بلکې د کودتا سره اساسي قانون د خپو لاندې کوونکو لخوا د هیواد مشروع چارواکي د اساسي‌ قانون نه د سرغړونې په تور د تورنولو سره  د حقوقو جنایت وو.

هغه ورځ د حقوقو او عدالت د خپو لاندې کولو سره یواځې د وخت لومړی وزیر مرحوم عدنان مندرس، د بهرنیو چارو وزیر مرحوم فاتین رشتو زورلو او د مالیې وزیر مرحوم حسن پولات کان اعدام نه کړی شول بلکې زمونږ ازاده اراده په دار وځوړول شوه.

هو تاریخ بدلولی نشو خو سم تفسیر سره په سمه توګه  تاریخي‌ یادښتونو ته زمینه برابرولی شو.

د مرحوم مندرس او ملګرو ځای يي زمونږ د ملت په زړونو کې د هرې ورځې په تیریدو سره لا پياوړی کیږي.

هغه کسانو چې مندرس او ملګري يي په دار ځوړولي‌ دي‌ د هغوې د تندو نه به دا تورې لکې هیڅکله او په هیڅډول پاکې نشي.

د کودتا سره له واکه لري شوي او یاس سي‌ په ټاپو کې د تیاتر په محکمه کې محاکمه شوي  یواځې مرحوم مندرس او ملګري يي  ندي‌ بلکې زمونږ د هیواد تاریخ، کولتور ، ارزښتونه او عقیدې محاکمه شوي‌ دي.

درې واړو په ډیر لوړ سر د دار حلقې په غاړه کې واچولې. همداشان په هغه وخت کې مرحوم الپ ارسلان ترکش چې هندوستان ته تبعید شو د هغه ځایه د مرحوم مندرس او ملګرو د اعدام پریکړو په اړه يي ډیر سخت غبرګون وښود او ټولو ته يي وویل چې دا پریکړه حقوقي‌ مشروعیت نلري‌ او خلاف د بشریت او بشري حقونو دي‌.  د هغه نه د نه ستړې کیدونکو هلو ځلو له امله مننه کوو او رحمت سره يي یادونه کوو.

د مرحوم مندرس د عزیزو خاطراتو ژوندي‌ ساتل په مونږ ټولو یو ستر پور دی.

هغه کسانو چې هغوې پر هغوې يي کودتا وکړه، محاکمه يي کړل او په دار يي‌ وځوړول تل يي د ملت د نفرت نه د ډکو سترګو او نظر لاندې ژوند تیر کړی دی.

نن مونږ دلته د یاس سي‌ او یا ویرجن ټاپو په تاریخ کې خښ کړ او پر ځای مو ورته د ډیموکراسۍ او ازادیو ټاپو جوړ کړ چې الله تبارک و تعالی دا زمونږ په نصیب کې کړی وو.

انشاالله چې د ډیموکراسۍ او ازادیو ټاپو به د ماضي نه تر ننه پورې د استقلال او استقبال د مجادلې سره په زړونو کې د محبت په سمبول بدل شي.

په هیواد کې ټول کودتاچیان او د هغوې لاسپوڅي‌ زمونږ د ملت د ارزښتونو او تاریخ دښمنان دي.

کودتاچیانو او د هغوې بادارانو تل عینې لار تعقیب کړې . زمونږ ملت به یواځې کودتاچیان نه بلکې هغه برخې چې زمونږ پوځ يي کودتا ته لمڅولی او د پوځ په منځ کې د نفاق تخم کړلی دی هیڅکله هم ونه بښي.

همداشان هغه برخو او ذهنیتونو لکه څرنګه چې په مندرس برید کړی دی همداشان يي په مرحوم اوزال او اوس د جمهور په اتقاق او حکومت ورته بریدونه کوي.

دوې په مدیترانه کې ترکیه څو دانې د ډرل یا برمه کارۍ او نفتو د پلټون کښتۍ لري‌ په شمیر نه پوهیدونکي‌ د جهالت سمبولونه دي. ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې ملي‌ د فاتح ډرل یا برمه کارۍ کښتۍ به د مې په ۲۹ مه نیټه چې د استانبول د فتحې د کلیزې سره سمون خوري‌ په توره بحیره کې د تیلو د پلټون په خاطر حرکت وکړي.

دې برخو په هره برخه کې زمونږ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي‌ دي.

دوی لکه څرنګه چې پرون په ترکیه کې د اذان د غږ، د ملي‌ سرود ، بیرغ، یووالي، اتحاد او اتفاق نه ناراحته ول نن ورځ‌ هم ناراحته دي.



اړوند خبرونه