د ترکیې د دفاع وزیر : تر وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې به زمونږ مبارزه دوام وکړي
ترکیه په عراق او د سوریې په شمال کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د جنوري د لومړۍ نیټې نه راپدیخوا په عراق او سوریې په شمال کې د ترهګرو پر وړاندې د روانو عملیاتو په لړ کې ۱۴۵۸ ترهګر له منځه وړل شوي دي.
اکار او ورسره مل هیت د وسله والو ځواکونو د ټانکر لسم قومندانۍ او د ۱۲ هوايي ترانسپورت د قومندانۍ نه لیدنه وکړه.
اکار دلته خبري غونډې ته وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې پرته د ځنډه د خپل ټول شدت سره دوام لري.
هغه وویل چې د جنوري د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره په عراق او د سوریې په شمال کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴۵۸ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي. مبارزه په ډیر شدت سره دوام لري. د ترکیې د وسله والو ځواکونو دا مبارزه به تر وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې دوام وکړي.
هغه د سوریې د ادلب د سیمې د وروستیو پر مختګونو په اړه وویل چې د مارچ په پنځمه نیټه د روسیې سره د شوي تفاهم په چوکاټ کې نږدې ۳۰۰ زره تنه سوري کډوال په دواطلبه توګه خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
همداشان هغه وویل چې د نوي ډول کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د یو زیات شمیر دوستو هیوادونو ته طبي مرستې رسولي دي. هغه د همدې امله د هیواد د وسله والو ځواکونو د ۲۲۲ قطعې نه د پرسونل نه مننه وکړه.