ولسمشر اردوغان د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ټول عالم اسلام ته د کوچني اختر مبارکي ورکړې ده .
ولسمشر اردوغان د کوچني اختر په مناسبت په خپور کړي پيغام کې ویلي دي " د ټول عالم اسلام او د ترک ملت ته د کوچني اختر د رارسیدو له امله مبارکي وایم او د الله د دربار څخه غوښتنه کوم چې راتلوونکې روژې مبارکه میاشت د روغتیا، سولې، امنیت او ثبات سره مونږ په نصیب کړي. "
د ترکیې ولسمشر مرستیال فواد اوکتای هم د خپل ټویټر پاڼې له لارې د کوچني اختر د مبارکۍ پيغام خپور کړی دی.
هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې " خپل ګران ملت او ټول عالم اسلام ته د کوچني اختر د رارسیدو له امله مبارکي وایم. اختر مو مبارک او هره ورځ مو اختره شپه. د الله تبارک و تعالی نه هیله کوم چې دا کوچنی اختر زمونږ د ټولو او ټول بشریت لپاره د خیر او سلامت وسیله ورګرځي.
د ترکیې د دیني چارو رئیس پروفیسور علي ایرباش هم د اختر په مناست د مبارکۍ پیغام خپور کړی .
د ترکیې د دیني چارو وزیر په پلازمینه انقره کې د احمد حمدي اق سیکي په جومات کې د د ګوتو په شمیر د محدودو کسانو په ګډون د اختر لمونځ ادا کړ.
اخترونه د تولو مسلمانانو لپاره چې هر کلتور، رنګ، ژبې، فرهنګ او حساسیت خاوند وي ځانکړی اهمیت لري. دا زمونږ د ټولو لپاره ځپیڅلې ورځ ده.
د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ريئس هم د کوچني اختر له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړی . هه په خپور کړي پیغام په ځانګړې توګه په بهر کې هیواد والو او زده کوونکو ته مبارکي وایم
د ترکېې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا هم د خپل ټویټر پاڼې له لارې د اختر د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی. هغه هم ټولو هیوادوالو ته د اختر مبارکي ویلې ده او ویلي دي د کرونا د تدابیرو په چوکاټ کې کوم عادات او رسوم چې اوس يي نشو ادا کولای هیله لرم په نږدې راتلوونکي کې دا ټول پر ځای کړو