ولسمشر اردوغان او قطر او عراق د مشرانو سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

ولسمشر اردوغان د قطر د امیر او عراق د ولسمشر سره جلا جلا ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

1422200
ولسمشر اردوغان او قطر او عراق د مشرانو سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د عراق د ولسمشر برهم صالح  سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي‌ چې تیره شپه ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني‌ سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اخیزو اړیکو سربیره د سیمې په مهمو مسئلو او د کرونا ویروس پر خلاف د روانې مبارزې په برخه کې پر همکاریو خبرې وکړې.

همداشان ولسمشر اردوغان وروسته د عراق د ولسمشر برهم صالح سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان او د عراق ولسمشر صالح هم د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې پر مهمو مسئلو او د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې پر همکارۍ خبرې وکړې.



اړوند خبرونه