په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله مثبتو پیښو شمیره د ۱۴۹ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۱۴۰ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۵ زره او۳۶۹ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۱۳۶۸ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۴۹ زره او ۴۳۵ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۲۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون نه خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۰۹۹۶۲ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو نه ۹۱۴ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۴۶۸ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره یو میلیون ۶۲۴زره او ۹۹۴ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزیر وویل د ناروغانو نه ۷۰ سلنه ښه شوي دي او د بیړني مراقبت لاندې د ناروغانو شمیره هم د پام وړ راټیټه شوې ده .