ولسمشر اردوغان : د مشکلاتو د پایته رسیدو دوره پيل شوې ده

ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د اجراييوي‌ شورا د غونډې نه مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې

1411390
ولسمشر اردوغان : د مشکلاتو د پایته رسیدو دوره پيل شوې ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوي‌ ډول کرونا ویروس ( کووید ۱۹ ) ساري‌ ناروغۍ په اړه وویل چې ترکیې د هر پلوه د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په پرتله  قوي‌ او پياوړی دریځ ښودلی او انشاالله د نوموړو مشکلاتو د ختمیدو دوره پيل شوې ده.

ولسمشر او د عدالت او پرختیا ګوند عمومي‌ مشر  اردوغان دا څرګندونې  د خپل ګوند د اجراييوي‌ شورا د غونډې نه مخکې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د هیواد پر اقتصاد د کرونا ویروس د ناوړه  اغیزو او رامنځته کړو تخریباتو د لمنځه وړو په خاطر باید مجبور یو چې لا قوي‌ او ستر ګامونه اوچت کړو.

هغه وویل چې د کرونا ساري ناروغۍ ددې دورې نه د ترلاسه شوو تجارب په سیمه او نړۍ کې په لا سترو بریالیتوبونو بدل کړو.

هغه وویل چې ترکیې د هر پلوه د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په پرتله  قوي‌ او پياوړی دریځ ښودلی او انشاالله د نوموړو مشکلاتو د ختمیدو دوره پيل شوې ده.



اړوند خبرونه