د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد ځوانانو ته په خطاب کې پيغام خپور کړ.
د هیواد ځوانانو ته د ولسمشر اردوغان پیغام
ولسمشر اردوغان تیره شپه د کانکور د ازموینې او لیسو ته د ارتقاع د ازموینې د نیټو د اعلانولو نه وروسته نن د ټولنیزې مډیا له لارې ځوانانو ته په خطاب کې پيغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې داسې ویلي دي ! " قدرمنو ځوانانو، ۲۰۲۰ کال د مجادلې ته تیریږي. د ملت په توګه ټول په ګډه د ستونزو سره مخامخ یو خو ډیر د شکر ځای دی چې ډیر زیات بریالیتبونه مو هم ترلاسه کړي دي چې هر څه په ډاګه دي. البته چې دا بریالیتوبونه د فوري اقداماتو په نتیجه کې نه بلکې د سلامشورو او د مسئولیت د درک سره د شوو پریکړو په رڼا کې ترلاسه شوي دي. پدې بریالیتوبونو کې د ملت هر وګړی مهمه ونډه لري.
د ۲۰۲۰ کال د کانکور ازموینه نیټه مخکې د اعلان شوې نیټې نه یوه اونۍ وځنډول شوه او البته چې پدې ازموینه کې به د مفرداتو د یوې مهمې برخې نه معاف شۍ. یعنې ازموینه به د هغه درسونو نه واخیستل شي چې تاسې په ښوونځیو کې لوستي وي. ددې سربیره د ازموینې لپاره ټاکل شوی وخت مو ډیر کړ. ددې ترڅنګ مو د کامیابۍ لمبرې د لسو لمبرو په راټیټولو سره ۱۷۰ ته راټیټې کړې.
انشاالله چې سږنۍ ازموینې به په ډیره راحته توګه تیرې شي. مونږ پدې حساس وخت کې په خپله هره پریکړه کې د ټول هیواد او هر چا ګټې په نظر کې نیسو. ددې بهیر نه د خپل عزیز ملت د هر وګړي په سالمه توګه د بهر کیدو په خاطر شپه او ورځ پرته د ځنډه د خپل وس او توانه پورې کار کوو.
پوره باور لرم چې دا بهیر پرته ددې چې د سیاسي استثمار قرباني کړو د پوره اعظم ، قوي ارادې او یووالي سره به سرته ورسو. د قوي ترکیې لپاره چې په راتلوونکې کې به يي تاسې ته امانت سپارو د ټولو ورانکاره او زمونږ د اتحاد او اتفاق د دښمنانو د هلو ځلو سره سره کار کولو ته دوام ورکړو."