په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۱۱۷ زرو تنو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۰۸۱ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۳ زره او ۴۹۸ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ وشو چې د ۲۹۳۶ تنو ټسټونه مثبت ول چې پدې ډول په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۱۱۷۵۸۹ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۳۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۴۴۰۲۲ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې د ناروغانو نه ۱۵۷۴ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۸۳۱ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس پیک یا تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی او د تیرو څو ورځو راهیسې مخ په راټیټیدو دی. همداشان هغه خبرداری ورکړ که چیرې ټولنیزې مصافې ته دقت ونکړو کیدای شي چې د کرونا ویروس د دویمې څپې سره مخامخ شو.