ولسمشر اردوغان : په ترکیه کې د کرونا ویروس تر کنټرول لاندې راغلی دی

ولسمشر اردوغان د کابینې د غونډې نه وروسته مهمې څرګندونې وکړې

1406434
ولسمشر اردوغان : په ترکیه کې د کرونا ویروس تر کنټرول لاندې راغلی دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د نړۍوال فلاکت نوي‌ ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ له امله د هرې ورځې په تیریدو سره په ترکیه کې د مثبتو پيښو او ځاني‌ تلفاتو کچه  مخ په راټیټیدو ده.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د پنځم ځل لپاره د ویدیو کنفرانس له لارې د کابینې د غونډې د ترسره کولو نه وروسته وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د هیواد او ملت  کچه  د کرونا ویروس پر خلاف د روانې مبارزې  د مثبتو پایلو په اخیستو پيل شوی دی. په هیواد کې د هرې ورځې په تیریدو سره د مثبتو پیښو او ځاني‌ تلفاتو شمیره د پام وړ مخ په کمیدو ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې " پدې بهیر کې هیڅوک ځورول شوی ندی، د روغتون د دروازې نه ګرځول شوی ندی او یواځې پریښودل شوی ندی. نن ورځ پداسې حال کې چې د نړۍ تر ټولو پرمختللي‌ هیوادونه په یو زیات شمیر برخو کې عاجز پاتې شوي‌ دي خو مونږ د الله په مرسته خپلو دوستانو ته هم د مرستې لاس اوږد په اندازه سویې ته رسیدلي یو. ترکیې د ۵۵ هیوادونو سره د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د طبي‌ توکو مرسته کړې ده . "

ولسمشر اردوغان وویل چې د دوستو هیوادونو سره د مرستو په لړۍ کې داځل امریکا متحده ایالتونو سره د ماسکونو، د مخونو د سپر ، ان ۹۵ ډوله ماسکونو، طبي پرسونل د محافظتي‌ توکو او جامو او ضد عفوني‌ موادو مرسته کوو. هر څه ژر به دا مرسته امریکا ته ولیږل شي. دا مرستې به نن امریکا ته ولیږل شي.

همداشان ولسمشر اردوغان وویل چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي‌ د تدابیرو په چوکاټ کې په ۳۱ لویو ولایتونو کې د مې د میاشتې د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د دریمې نیټې د شپې د ۱۲ بجو پورې مو په ګرځیدو د بندیز لګولو پریکړه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې تر اختره پورې د هرې اونۍ دوه ورځې یعنې د خالي‌ او یکشنبې  په ورځو به د ګرځبندیز لړۍ دوام وړکړي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  تابلو د مثبت پر لورې  د روانیدو په صورت کې به په ټول هیواد کې د ژوند چارې نورمال حالت ته د راګرځولو په اړه د پلانونو په جوړولو بوخت یو.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددې نړۍوال بحران نه وروسته په نړۍ کې په رامنځته کیدونکي‌ نوی نظم او سیستم کې به ترکیه د ۲۰۲۳ کال د هدفونو سره لا پياوړی او لوړې سویې ته ورسیږي.



اړوند خبرونه