ولسمشر اردوغان : په نړۍ کې نوو بدلونو د ترکیې لپاره د فرصتونو دروازې پرانیستي دي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په نړۍ کې نوو بدلونونو د ترکیې پر مخ د سترو فرصتونو دروازې پرانیستي دي.
د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند مرکزي اجراييوي شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د عدالت او پراختیا ګوند د عمومي مشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
دا غونډه د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې د ویدیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه .
ولسمشر اردوغان دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې په نړۍ کې بدلونونو د ترکیې پر مخ د سترو سترو فرصتونو دروازې پرانیستي دي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر نیول شوي تدابیرو به پړاو په پړاو لرې کړو. ددې تدابیرو د لرې کولو سره به د ترکیې اقتصادي څرخ یو ځل بیا د خپل ټول قوت سره په څرخیدو پیل وکړي.
ولسمشر اردوغان د ټولو هیوادوالو نه چې پدې موده کې نیول شوي تدابیرو مراعات کړي دي د زړه له کومې مننه وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل زمونږ اصلي طاقت او قوت زمونږ ملت دی. همداشان په راتلوونکې کې به د خپل ملت په زړه کې د خپل ممتاز ځای د لا قوي کولو په خاطر نه ستړې کیدونکي هیلې ځلې وکړو.