په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پيښو شمیره ۱۱۴ زرو تنو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ سااعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۹۹۲ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۹ زره او ۲۳۰ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ وشو چې د ۲۳۹۲ تنو ټسټونه مثبت ول چې پدې ډول په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۱۱۴۶۵۳ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۱۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۳۸۸۰۹ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې د ناروغانو نه ۱۶۲۱ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۸۴۵ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د روغو شوو کسانو شمیره په ویروس د اخته شوو کسانو نه لوړه ده.