اردوغان : د تاریخ په اوږدو کې زمونږ یواځنی هدف د خپلې خپلواکۍ نه دفاع او د سولې ټینګښت دی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تاریخ په اوږدو کې د ترک ملت هدف تل د خپلې خپلواکۍ نه دفاع کول او سولې او ثبات رامنځته کول دي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د چناق قلعه د مځکنۍ جګړې د ۱۰۵ مې کلیزې په مناسبت په خپور کړي پيغام کې کړي دي.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې د خپل وطن او بیرغ د دفاع په لاره کې د شهید شوو سرتیرو د میړانتیا او د ترک ملت د سرښندونو نه یادونه کړې ده . ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې شهیدانو او ټولو غازیاتو ته چې ددې نړۍ نه يي رحلت کړی دی د رحمت او مغفرت غوښتنه وکړه او په درناوي ترینه یادونه کړې.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د ترک ملت لپاره چناق قلعه په ډیرو سختو شرایطو کې هم هیواد د یرغل پر وړاندې دریدل، د خپلواکۍ او ازادۍ په خاطر مبارزه کول، بري ته په رسیدو پوره اعتماد او باور کول او د اتحاد، اتفاق او یووالي په فضا کې د ټاکل شوي هدف پر لورې په ګډه پرمختګ په معنا دی. ولسمشر اردوغان ویلي دي دا ملت چې د تل خپلواکه او ازاده ژوند کړی دی هیڅوخت يي هیچا ته ددوې نه ددې نعمت د اخیستو اجازه نده ورکړې.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې " د تاریخ په اوږدو کې زمونږ یواځنی هدف د خپلې خپلواکۍ نه دفاع کول او سولې او ثبات رامنځته کول دي. همداشان د ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره د جګړې، ترهګرۍ، تاوتریخوالي او شدت ځای سولې ، ثبات او انساني ارزښتونو د نیولو پورې به خپلې دې مبارزې ته دوام ورکړو. د چناق قلعه د مځکنې جګړې د ۱۰۵ کلیزې په مناسبت یو ځل بیا ټولې نړۍ. ته د سولې
بله ورکوو. پداسې حال کې چې مونږ د جګړو پر ځای د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر هلې ځلې کوو د راتلوونکو نسلونو نه زمونږ غوښتنه په هر ډول شرایطو او حالاتو کې د چناق قلعه د جګړې په پیغامونو عمل کول دي. "
ولسمشر اردوغان د مصطفی کمال اتاترک په ګډون د چناق قلعه د جګړې ټولو میړانه او قهرمانه سرتیرو نه په درناوي سره یادونه وکړه.