په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۱۰ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ سااعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۸۰۵ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۰ زره او ۱۷۷ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ وشو چې د ۲۳۵۱ تنو ټسټونه مثبت ول چې پدې ډول په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۱۱۰۱۳۰ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۵۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۹۱۴۰ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې د ناروغانو نه ۱۷۷۶ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۸۸۳ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د روغو شوو کسانو شمیره په ویروس د اخته شوو کسانو نه لوړه ده.
هغه وویل چې د بیړني مراقبت لاندې د ناروغانو شمیره مخ په کمیدو ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي تنفس ماشینونه ورته لګول شوي دي شمیرهم د پام وړ راټیټه شوې ده.
هغه وویل چې په ترکیه کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې لوړې کچې ته د رسیدو نه وروسته اوس مخ په راټیټیدو دي. په هیواد کې کرونا ویروس د کنټرول لاندې راغلی دی .