انګلستان د نوي ډول کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې د مرستو نه مننه وکړه.
ترکیې د انګلستان سره د دویم ځل لپاره د طبي توکو مرسته وکړه
د انګلستان د اروپا د چارو مسئول د دولت وزیر ونډي مورتون د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فاروق قیماقچي سره ګټورې ټیلیفوني خبرې وکړې.
انګلیس وزیر پدې ټيلیفوني خبرو کې د ترکیې لخوا پدې حساس وخت کې د انګلستان سره د روغتیايي پرسونل د محافظتي توکو د مرستې او هیواد ته د انګلستان د وګړو په راستنولو کې د مرستې له امله مننه وکړه.
همداشان د انګلستان د تجاري سیاستونو مسئول د دولت وزیر هم د ترکیې لخوا د انګلستان سره د ترسره کړې مرستې له امله مننه کړې ده . هغه هم ویلي دي چې په انګلستان کې د ترکیې د لوی سفیر سره ټيلیفوني خبرې کړي . هغه د ترکي شرکتونو او ترکیې حکومت نه انګلستان ته د رالیږولو د روغتیايي پرسونل د محافظتي توکو له امله مننه وکړه.
د ویلو ده چې ترکیې د انګلستان سره د کرونا ویروس پر خلاف په روانه مبارزه کې د دویم ځل لپاره د روغتیايي توکو مرسته وکړه.