ولسمشر اردوغان د کاناډا د لومړي وزیر سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان د جاستین تروډو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
1404252
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کاناډا د لومړي وزیر جاستین ټروډو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کاناډا د لومړي وزیر ټروډو سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.
په بیان کې راغلي دي چې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د کرونا ویروس پر خلاف په روانې مبارزې او همکاریو خبرې وکړې.