چاوش اوغلو : د ملګروملتونو د امنیت شورا د کرونا په مسئلې د غور لپاره ډیره زیاته وځنډیده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش وویل چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د کرونا ویروس  کووید ۱۹ په مسئلې د غور په خاطر ډیر زیات وخت د لاسه ورکړ او وځنډیده.

1398529
چاوش اوغلو : د ملګروملتونو د امنیت شورا د کرونا په مسئلې د غور لپاره ډیره زیاته وځنډیده

 

چاوش اوغلو د امریکا په واشنګټن ښار کې د اتلانتیک کونسل او ترک میراث وقف لخوا په ګډه جوړ شوي‌  ( د سبا د ټاکلو په خاطر نن باید څه وشي ) تر عنوان لاندې په کنفرانس کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

وزیر چاوش اوغلو پدې کنفرانس کې د ترکیې لخوا د کووید ۱۹ پر خلاف د مبارزې په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د کرونا ویروس د تولې نړۍ لپاره د فشارونو امتحان دی.

دې ساري‌ ناروغۍ  زمونږ ضعیفې نقطې مونږ ته په ګوته کړې او ددې سره سم يي زمونږ قوت او پیاوړتیا هم ټولو ته ښکاره کړه.

هغه وویل چې ترکیې تل د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده. تاسې وګورۍ د امنیت شورا د کووید ۱۹ ساري‌ ناروغۍ په مسئلې د غور کولو په خاطر ډیره زیاته وځنډیده.

هغه وویل چې کرونا ویروس د سوریې د ادلب د ښار وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

مخکې ددینه چې د سوریې او ادلب په اړه وخت له وخته تیر شي‌ نړۍواله ټولنه باید هر څه ژر لاس په کار شي.

هغه د کووید ۱۹ پر خلاف د ترکیې د مبارزې په اړه وویل چې ترکیې ددې ساري‌ ناروغۍ د پیلیدو سره سم په تدابیرو نیولو پیل وکړ.

هغه زیاته کړه ترکیې سره ددې چې پخپله طبي توکو ته اړتیا لري‌ خو بیا يي هم د ۳۴ هیوادونو سره مرسته وکړه او هغوې ته يي د مرستې لاس اوږد کړ. ترکیې انګلستان نه نیولې تر ایټالیا، اسپانیا د نړۍ ۳۴ هیوادونو او خپلو نږدې متحدینو ته طبي‌ توکي ولیږل.

هغه وویل چې ترکیې ددې ساري‌ ناروغۍ پر خلاف په مبارزه کې په ډیرو زیاتو برخو کې جدي ګامونه اوچت کړي دي دي‌ چې روغتیا نړۍوال سازمان مشر ددې ترکیې دا ګامونه ستایلي‌ او قدرداني‌ ترینه کړې ده .

هغه وویل چې دم ګړۍ  ۱۰۴ هیوادونو  د ترکیې نه د مرستو غوښتنه کړې ده خو له بده مرغه چې نشو کولای ټولو ته مثبت ځواب ورکړو. خو ددې سره سره د چین او امریکا نه وروسته دریم لوی مرسته کوونکی هیواد یو.

هغه وویل چې ترکیې د کووید ۱۹ د بحران پر مهال د اروپايي ټولنې سره هم ډیالوګ جاري‌ ساتلی دی. سره ددې چې د ټولنې سره یو زیات شمیر مسائل شتون لري‌ خو پدې حساس وخت کې باید د لا پراخه لید نه کار واخیستل شي.

هغه د روسیې سره د اړیکو په اړه وویل  ، روسیه هم زمونږ د ګاونډي‌ او هم د سیمې د مهمو اکټورانو له پلوه یو مهم هیواد دی. دا چې د روسیې سره د سوریې، اوکراین او لیبیا په مسئلو کې ځیني اختلافات هم لري‌ خو په یو زیات شمیر برخو کې سره قوي همکاري‌ لري.

هغه وویل چې امریکا هم د ترکیې مهم متحد هیواد دی او ددې هیواد سره په یو زیات شمیر برخو کې جدي‌ همکاري‌ لرو.



اړوند خبرونه