په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۴۰۳ تنو ته لوړه شوه
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۶۵ زرو تنو نه واوښته
1398128
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۴۰۳ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۳ زره او ۷۰ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ وشو چې د ۴۰۶۲ تنو ټسټونه مثبت ول چې پدې ډول په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۶۵۱۱۱ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۸۴۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۴۷۹۹ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې د ناروغانو نه ۱۸۰۹ د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۱۰۸۷ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.