په استانبول کې پر پولیسو وسله وال برید شوی.

د استانبول په مرکز بې اوغلو کې پر پولیسو وسله وال برید شوی

1396162
په استانبول کې پر پولیسو وسله وال برید شوی.

 

د استانبول د بې اوغلو ولسوالۍ د پياله پاشاه په جاده کې پر پولیسو وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې یو تن پولیس ټپي‌ شوی دی.

د برید نه وروسته د پیښې ځای ته یو زیات شمیر امبولانسونه او پولیس واستول شول . ټپي‌ پولیس په امبولانس کې نږدې روغتون ته انتقال کړی شو.

پولیسو د برید کوونکي‌ د نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل کړي‌ وو چې برید کوونکی ټپي‌ ونیو.

پولیسو د برید کوونکي‌ د هویت په اړه څه ندي‌ ویلي.

ویل کیږي‌ برید کوونکی  چې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوی وو ژوند يي‌ د لاسه ورکړی دی. د پولیسو روغتیايي حالت ښه دی.

ویل کیږي‌ د برید لامل هم نامعلوم دی. د برید په اړه څیړنې پيل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه