د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هدایت په ترکیه کې په هیوادوالو ماسکونه ویشل کیږي.
په ترکیه کې د حکومت لخوا په هیوادوالو په وړیا توګه ماسکونه ویشل کیږي
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون وویل چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هدایت د هیواد د روغتیا وزارت د ټرانسپورت او زیربناګانو د وزارت په مرسته په هیواد کې د ۶۵ او ۲۰ کلونو ترمنځه په هیوادوالو د ماسکونو په ویشلو پيل کوي.
هغه ویلي دي چې د ۶۵ او ۲۰ کلونو د عمر ترمنځه هیوادوالو ته به هر تن ته په اونۍ کې پنځه دانه يي پاکټ د ماسک د پوستې له طریقه کور ته واستول شي.
دا ماسکونه به په وړیا توګه په هیوادوالو وویشل شي.
هیوادوال کولای شي چې د لاندي لینک په کیکاږولو سره د ماسکونو د غوښتنې فورم ډک او خپله دقیقه پته ولیکي.
د فورم ډکوونکی کولای شي چې په همدې یو فورم کې د خپلې کورنۍ د نورو مستحقو غړیو لپاره هم د ماسک غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د نیول شوو تدابیرو په چوکاټ کې په ټول هیواد کې د ۶۵ کلونو د عمر نه د لوړ او د ۲۰ کلونو د عمر نه د ټیټ عمر لرونکو د کور نه په وتو بندیز لګول شوی دی.