ترکي ځواکونو په سوریه کې ۷ تنه ترهګر له منځه یوړل
په سوریه کې ۷ تنه ترهګر چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو تر کنټرول لاندې په سیمه د بریدونو هوډ درلود له منځه یوړل شو
1391466
د ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د فرات ډال او سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې ۷ تنه د پ ک ک ترهګري سازمان غړي ترهګر په ځانګړو عملیاتو کې له منځه یوړل.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې " زمونږ اتلو ځواکونو د سوریې د فرات ډال د عملیاتو په سیمه کې دوه تنه ترهګر چې زمونږ په ځواکونو بریدونه کړي وو او ۵ تنه نور ترهګر د سولې چینې د عملیاتو سیمې ته د ورانکارانه فعالیتونو او بریدونو په موخه د ننوتو پر مهال د تثبیت نه وروسته د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوړل."