د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د همغږۍ او مرستې راټولو ملي کمپاین پيل کړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ( زما ترکیې مونږ پخپله خپلو کې کافي یو ) تر نامه لاندې د ملي همغږۍ کمپاین پيل کړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ( زما ترکیې مونږ پخپله خپلو کې کافي یو ) تر نامه لاندې د ملي همغږۍ کمپاین پيل کړ.
د ترکیې ولسمشر اردوغان تیره شپه د کابینې د غونډې د پایته رسیدو نه وروسته ملت ته په خطاب کې وینا وکړه او دا کمپاین يي رسمآ پيل کړ.
ولسمشر اردوغان وویل د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي پر وړاندې د نیول شوو تدابیرو له امله د اقتصادي ستونزو سره د مخامخ شوو هیوادوالو سره د اضافه مرستې په خاطر مو ( زما ترکیې مونږ پخپله خپلو کې کافي یو ) تر شعار لاندې د مرستې راټولو او همغږۍ کمپاین پيل کړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې زه ددې کمپاین سره خپل ۷ میاشتنۍ تنخوا په اندازه د مرستې سره دا کمپاین پرانیزم.
هغه وویل چې د کابینې په غونډه کې زمونږ وزیرانو ددې کمپاین نه قوي ملاتړ اعلان کړ او د پام وړ مرسته يي ورسره وکړه. په همدې ډول د هیواد د سوداګرو او مرستندویانو نه د قوي ملاتړ تمه کوم.
ولسمشر اردوغان وویل چې ددې کمپاین سره راټولیدونکې مرستې به د هیواد د ګذر د وکیلانو په مرسته اړینو کسانو ته ورسو.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې " هیڅډول ویرس زمونږ د یووالي، ورورولۍ او همغږۍ نه قوي ندی."
هغه زیاته کړه چې د الله په مرسته ترکیه د روغتیايي بڼسټونو، پرسونل، درملو او طبي توکو او د عاجلو واټونو د ظرفیت له پلوه د نورو هیوادونو په پرتله په ډیره ښه وضعیت کې قرار لري. د لا ښو امکاناتو نه برښمنده ده .
هغه وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د لومړنۍ مثبتې پيښې د تثبیتیدو د ورځې نه په اعتبار سره د هیواد د علمي شورا لخوا نیول شوو تدابیرو په عملي کړو او تطبیق مو پیل کړی .
هغه وویل چې په ترکیه کې د خوراکي توکو هیڅډول ستونزه شتون نلري ځکه چې خوراکي توکو پخپله په هیواد کې تولیدلیږي. هم د هیواد ذخایر او هم سوداګر زمونږ د هر ډول اړتیاوو د پوره کولو توان لري.
ولسمشر اردوغان وویل چې دا نیول شوي تدابیر دولت د ملت ترڅنګ دی د مسئلې ښکارندويي کوي.
ولسمشر اردوغان وویل هیڅډول ناروغي او ویروس زمونږ د روښانه راتلوونکي پر مخ کې خنډ جوړولی نشي. هیڅډول تهدید مونږ خپل اهدافو ته د رسولو نه لاس په سر کولی نشي ځکه چې مونږ ترکیه یو.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کرونا ویروس د تدابیرو په چوکاټ کې د هیواد ۲ میلیونو کورنیو سره د اقتصادي ستونزو د نه مخامخیدو په خاطر د ۱۰۰۰ – ۱۰۰۰ ترکي لیرو مرسته وکړه.
همداشان دا راټولې شوې مرستې به هم اړینو کورنیو باندې وویشل شي.