په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د لومړي‌ ځل لپاره یو تن ژوند د لاسه ورکړ

په ترکیه کې د نوي‌ ډول کرونا ویروس له امله د لومړي‌ ځل لپاره یو تن ناروغ ژوند د لاسه ورکړ.

1380127
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د لومړي‌ ځل لپاره یو تن ژوند د لاسه ورکړ

 

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه. 

د ترکیې د روغتیا وزیر کوجا تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې خبري‌ غونډې ته په هیواد کې د کرونا ویروس پر وړاندې د روانې مبارزې او اخته شوو کسانو د وروستۍ شمیرې په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره د کرونا ویروس له امله د لومړي‌ ځل لپاره زما یو تن ناروغ ژوند د لاسه ورکړ. د کرونا له امله ژوند د لاسه ورکوونکي‌ ناروغ ۸۹ کاله عمر درلود او ویروس  ورته د هغه د  یو تن کارکوونکي‌ نه چې  هغه د چین نه اخیستی وو رسیدلی وو.

د روغتیا وزیر وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ د لومړي‌ ځل لپاره دا ویروس د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۱۲ مه نیټه په چین کې ولیدل شو. ترکیې د کرونا ویروس پر وړاندې  د قوي‌ مبارزې او تدابیرو له امله تیرې ۹۰ ورځې پرته د هر ډول ضایعاتو او ددې ناروغۍ نه پاکې تیرې کړې خو باالاخره دا ویروس ترکیې ته هم  راورسید. ترکیه چې د نړۍ سره ډیرې قوي‌ اړیکې لري‌ او په یوې مرکزي‌ نقطه کې قرار لري‌ ددې ویروس نه په امان کې پاتې کیدل يي ناممکنه خبره وه. خو ددې ټولو سره سره ترکیې په خپل وخت دا ستر خطر محسوس کړ او په خپل وخت يي تدابیر ونیول.

هغه وویل چې  په ترکیه کې  ۵۱  نوې  مثبتې  پیښې تثبیت شوي‌ دي. د شکمنو کسانو په معایناتو کې په ۵۱ تنو کې دا ویروس تثبیت شوی دی  چې ټول په قرنطین کې نیول شوي او ددې کسانو کورنۍ او نږدې کسان هم د تعقیب او قرنطین لاندې نیول شوي‌ دي. 

پدې ډول په ترکیه کې د مثبتو پيښو شمیره ۹۸ ته لوړه شوه.

روغتیا وزیر یو ځل بیا په هیوادوالو د تدابیرو نه د سرغړونې نه کولو غږ وکړ او وویل چې ډیر نه بلکې یوه نیمه دوه میاشتې باید مقامت وکړو.

وزیر کوجا وویل چې  پدې موده کې ترلاسه شوو تجربې  دا ثابته کړې ده چې دا ویروس لومړی په تنفسي‌ سیستم حمله کوي. تماس دې ویروس ته د خپریدو تر ټولو ښه فرصت ورکوي. همداشان په ګڼه ګوڼې سیمو کې پدې ویروس د اخته کیدو خطر تر هر ځای ډیر زیات وي.

هغه وویل چې پدې موده کې په ترسره شوو څیړونو کې دا معلومه شوې ده چې ماشومانو او تنکي‌ ځوانان په ډیره اسانه توګه پډې ویروس اخته کیږي خو دا چې ددوې د وجود مقامت سیستم ډیر لوي‌ دی حتا پدوې کې د ددې  ویروس تشخیص هم ګرانه خبره ده. خو تر ننه پورې کوم ماشوم یا ځوان  د کرونا ویروس له امله ژوند دلاسه ندی ورکړی. 

هغه وویل چې ددې ناروغۍ  د مرګ کچه د اټکلونو نه ډیره ښکته ده. یواځې هغه کسان چې کرونیک ناروغۍ لري او د وجود د مقامت کچه يي ډیره زیاته ټیټه وي د خطر سره مخامخ دي.

هغه وویل چې ترکیې هر ډول تدابیر نیولي‌ دي‌. د ټولو اروپايي هیوادونو سره هوايي‌ او مځکنې پولې تړل شوي‌ دي. همداشان د اروپايي‌ هیوادونو نه چې کوم کسان راوړل  کیږي‌  د ځانګړو معایناتو نه تیریدو نه وروسته د ۱۴ ورځو لپاره په قرنطین کې ساتل کیږي.

همداشان د هغه کسانو نه چې پدې ویروس اخته شوي‌ دي‌ لویه برخه کې د ښه کیدو پر لورې روان دي. روغتیايي‌ حالت يي‌ ډیر ښه دی.

 



اړوند خبرونه