په انقره کې د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د کرونا ویروس د مبارزې او همغږۍ غونډه وشوه

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د یو څو اونۍ لپاره د کرونا ویروس بحران په ښه د  اداره کولو سره انشاالله چې ښکلې تابو د ترکیې انتظار باسي.

1380610
په انقره کې د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د کرونا ویروس د مبارزې او همغږۍ غونډه وشوه

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د چانکایا په ماڼۍ کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مجادلې او همغږۍ  په غونډه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان د کرونا ویروس په اړه وویل چې " د کرونا ویروس ناروغۍ د کنټرول  لاندې د نیولو په خاطر مو صحي او هر ډول تدابیر نیولي او تطبیق کړي مو دي. انشاالله چې د تدابیرو نیولو لړۍ به دوام وکړي. کیدای شي چې دا بحیر جدي اقتصادي ستونزې هم رامنځته کړي خو مونږ هر ډول تدابیر نیولي دي او نیولو ته به يي دوام وکړو.

البته چې  د دولت ترڅنګ خصوصي سکتور هم بعضې مسئولیتونه لري. دا ستونزه به انشاالله چې په ګډه حل کړو."

ولسمشر اردوغان وویل چې  د غونډې نه وروسته به ملت ته په خطاب کې په خپله وینا کې د روانو تدابیرو او وضعیت په اړه لا په هر اړخیزه توګه معلومات وړاندې کړو.



اړوند خبرونه